ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه په غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي الاعراف ۷:۱۸۸ ⧉
تفسیر:
ته ووایه -ای پیغمبره-: زه طاقت نه لرم د خیر رسولو خپل ځان ته، او د خپل ځان نه د تکلیف لری کولو، مګر هغه چې الله تعالی یې وغواړي، بلکې دا ټول د الله تعالی په واک او اختیار کې دي، او زه نه پوهیږم مګر په هغه څه چې الله تعالی ما ته راښودلي دي، نو زه په پټو خبرو (غیبو) نه پوهیږم، او که چیرته زه په پټو خبرو (غیبو) باندې پوهیدلی، نو ما به هغه کارونه کړی و چې ماته پته وه چې دا ما ته ګټه رارسوي، او زما نه بدي لرې کوي؛ ځکه چې ماته به معلومات وی د کارونو وړاندې لدینه چې رامنځ ته شي او ما ته به معلومات وی چې څه به کیږي، نه یم زه مګر یو پیغمبر یم د الله تعالی له طرفه، د هغه له دردناک عذاب څخه خلک ویرووم، او د هغه په ښایسته ثواب باندې هغه قوم ته زیری ورکوم چې د الله تعالی له طرفه زما په پیغمبرۍ ایمان لري، او ما چې کومه وحې راوړې هغه ریښتوني ګڼي.