دغه الله هغه ذات دى چې له ده نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، په غیبو او په ښكاره و عالم دى۔، هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى (۲۲)
تفسیر
الله همغه دی چې له هغه پرته په حقه معبود نشته، پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او څه چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، د دنيا او آخرت رحمان او رحيم دی، رحمت يې ټولو کايناتو ته پراخه دی، پاچا دی، له هر نقص څخه پاک او سپېڅلی دی، له هر عيب څخه سالم دی، په څرګندو نښانو د خپلو رسولانو تصديقوونکی دی، د خپلو بندګانو د کړنو څارونکی دی داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، داسې زورور دی چې په خپل زور سره پر هر څه ځواکمن شوی، د لويۍ څښتن دی، الله له هغه څه څخه پاک او سپېڅلی دی چې مشرکان کوم بوتان او داسې نور ورسره شريکوي.