سوره الطلاق (طلاق) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




65 الطلاق(الطلاق)، آیت ۵

ذَٰلِكَ أَمْرُ اللَّهِ أَنْزَلَهُ إِلَيْكُمْ ۚ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا 5 ٥

دغه د الله حكم دى، چې تاسو ته يې دغه نازل كړى دى۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به له ده نه د ده ګناهونه لرې كړي او د ده لپاره به اجر ډېر لوى كړي (۵)

تفسیر
دغه ياد شوي د طلاق، رجعت او عدت حکمونه د الله حکم دی چې اې مؤمنانو تاسو ته يې نازل کړی تر څو عمل پرې وکړئ، او څوک چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، الله به يې کړي ګناهونه ترې ورژوي او په آخرت کې به لوی اجر ورکړي، چې جنت ته ننوتل دي، او هغه داسې لاسته راوړنه ده چې نه ختميږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ