دوى له تا نه د قیامت په باره كې سوال كوي چې د دې (قیامت) پېښېدل كله دي؟ ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د هغه علم زما له رب سره دى، په خپل وخت يې نه ظاهروي مګر هغه، دا (پېښه) په اسمانونو او ځمكه كې درنه ده، په تاسو به نه راځي مګر ناڅاپه، دوى له تا نه (په داسې انداز كې) تپوس كوي ګویا كې ته د ده په باره كې پوره تحقیق ته رسېدلى يې، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د ده علم له الله سره دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي الاعراف ۷:۱۸۷ ⧉
تفسیر:
پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- دا دروغجن ګڼوونکي او لویي کوونکي د قیامت نه: چې کله به دا قایمیږي او په دې به علم راوړل کیږي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: نشته علم د دې زما سره او زما نه پغیر د بل چا سره، بلکې علم د دې یوازې خاص د الله تعالی سره دی، نه ښکاره کوي دې لره خپل ټاکل شوي وخت ته مګر هغه ذات چې دې لره یې وخت ټاکلی، پټ دی وخت د ښکاره کیدو د دې د اسمانونو او ځمکو والاوو باندې، نه به راځي تاسو ته دا مګر ناڅاپه، دوی ستا څخه د قیامت باره کې داسې پوښتنه کوي ګویا کې ته حرص کوونکی یې د علم حاصلولو نه په قیامت باندې، او دوی ته دا پته نشته چې بیشکه ستا څخه د قیامت باره کې پوښتنه نشي کیدلی ستا د پوره علم نه ستا په رب باندې، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه علم د قیامت یوازې خاص د الله تعالی سره دی، خو لیکن ډیر دخلکو نه په دې خبره نه پوهیږي.