سوره النحل (مچۍ) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۱

يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 11 ١١

هغه په دې سره تاسو لپاره فصل او زیتون او كجورې او انګور او هر قسمه مېوې زرغونوي، بېشكه په دوى كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې ښه غور فكر كوي (۱۱)

تفسیر
الله تعالی رازرغونوي تاسو لره په دې اوبو سره فصلونه هغه چې تاسو د هغه نه خوراکونه کوئ، او تاسې لره رازرغونوي په دې سره زیتون، خرما او انګور، او رازرغونوي تاسې لره ټولې میوې، یقینا په دې اوبو کې او د دې نه چې څه راپیداکیږي خامخا دلیل دی په قدرت د الله تعالی باندې د هغه قوم لپاره چې د دې په پيدایښت کې فکر کوي، نو په دې سره د هغه په عظمت او لويي باندې دلیل نیسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ