Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 190 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 190 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهُ شُرَكَاءَ فِيمَا آتَاهُمَا ۚ فَتَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ 190
ترجمه:
نو كله چې هغه (الله) (نو) دوى ته روغ بچى وركړ، دوى د هغه (الله) لپاره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړى و، نو الله ډېر اوچت دى له هغو نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي الاعراف ۷:۱۹۰
تفسیر:
نو هر کله چې الله تعالی د دې دواړو دعا قبوله کړه، او دوی ته یې روغ رمټ بچی ورکړ لکه څرنګه چې دوی غوښتلی و؛ جوړ یې کړ د الله تعالی سره شریک په هغه بچې کې چې الله تعالی دوی ته ورکړی و، نو نسبت د بندګۍ یې د نوم په کیښودلو کې بل چاته وکړ، او عبد الحارث (د حارث بنده) نوم یې پرې کېښوده، نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی د هر قسم شریک نه، نو پس هغه یوازې دی په پاللو د بندګانو کې او په حق د بندګۍ کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 189 راتلونکې الاعراف • آیت 191