سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۵

وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ وَفِي آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِنْ بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ 5 ٥

او دوى وویل: زمونږ زړونه په پرده كې دي له هغه څه نه چې ته مونږ هغه ته بلې او زمونږ په غوږونو كې كوڼوالى دى اوزمونږ له مينځه او ستا له مینځه پرده ده، نو ته (خپل) عمل كوه، بېشكه مونږ هم (خپل) عمل كوونكي یو (۵)

تفسیر
او هغوی وايي: زړونه مو په داسې پردو کې دي چې پر هغه څه نه پوهيږي چې ته مو وربولې، او په غوږونو کې مو کوڼوالی دی چې نه يې اوري، او زموږ او ستا ترمنځ داسې پرده ده چې کوم څه ته وايې هغه موږ ته نه رسيږي، نو ته په خپله لار عمل کوه، موږ په خپله لار عمل کوونکي يو او هيڅکله دې پيروي نه کوو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ