مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو (۵)
تفسیر
یوازې تا ځانګړی کوو په هر ډول بندګۍ او طاعت سره، هیڅوک تا سره شریک نه جوړوو، او یوازې له تا څخه په خپلو ټولو کارونو کې مرسته غواړو. ټول خیر یوازې ستا په لاس کې دی، له تا پرته بل څوک مرستندوی نه شته.