سوره یونس (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۱۵

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ ۙ قَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَٰذَا أَوْ بَدِّلْهُ ۚ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِي ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ ۖ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ 15 ١٥

او كله چې په دوى باندې زمونږ ایتونه، چې واضح دي ولوستل شي، هغه كسان ووايي چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: ته له ده نه غیر قرآن راوړه، یا په ده كې تبدیلي وكړه، ته (ورته) ووایه: ما ته دا حق نشته چې زه په ده كې د خپل ځانه تبدیلي وكړم۔، زه پیروي نه كوم مګر د هغه چې ما ته وحي كولى شي، بېشكه زه د ډېرې سترې ورځې له عذاب نه وېرېږم كه د خپل رب نافرماني وكړم (۱۵)

تفسیر
کله چې پر هغوی د الله پر يو والي دلالت کوونکي څرګند قراني آيتونه لوستل کيږي، له بېرته راپورته کېدو څخه هغه نټه کوونکي چې د ثواب هيله نلري او نه له سزا وېريږي وايي: ای محمده! له دغه قرآن چې د بوتانو پر ښګنځلو مشتمل دی پرته بل قرآن راوړه او يا د ځينو برخو يا ټول قرآن په نسخه کولو بدلون پکې راوله چې زموږ له غوښتنو سره سم وي، ورته ووايه: ای رسوله! دا سمه خبر نه ده چې زه يې بدل کړم او نه تر دې بل ښه راوړلی شم، بلکې يوازې الله هغه ذات دی چې څه وغواړي ترې بدلوي يې، زه يوازې د هغه څه پيروي کوم چې الله يې راته وحي کوي، بېشکه زه د لويې ورځې چې هغه د قيامت ورځ ده، له سزا وېرېږم که مې له الله سرغړونه وکړه ستاسو د خبرو په منلو کې چې تاسو يې غواړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ