سوره یونس (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۲۴

إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالْأَنْعَامُ حَتَّىٰ إِذَا أَخَذَتِ الْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَا أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَنْ لَمْ تَغْنَ بِالْأَمْسِ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 24 ٢٤

بېشكه همدا خبره ده چې د دنيايي ژوند مثال د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له اسمانه نازلې كړې، بیا په (سبب د) هغو سره د ځمكې زرغونه ښه ګډه وډه شي له هغو څیزونو ځنې چې خلق او څاروي يې خوري، تر دې چې كله ځمكه خپل زینت واخلي او ښه ښكلې شي او د هغې خاوندان یقین وكړي چې یقینًا دوى په دې قادر دي (، نو) هغې ته زمونږ حكم د شپې راشي، یا د ورځې، نو مونږ هغه رېبل شوې كړو، ګویا كې دغه (اباده زرغونه ځمكه) پرون له سره موجوده نه وه، همدارنګه مونږه ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغو خلقو لپاره چې ښه فكر كوي (۲۴)

تفسیر
بېشکه د دنيا د هغه ژوند بېلګه چې تاسو مزې پکښې کوئ په تېز تېرېدو کې داسې ده لکه د هغه باران غوندې چې د ځمکې له شينکیو څخه چې کومې غلې او مېوې خلک خوري او کوم واښه او نور شيان چې څاروي يې خوري ګډ شي، تردې چې کله ځمکه خپل ښکلی رنګ واخلي او په ډول ډول شينکیو را شنه کولو ښايسته شي، څښتنان يې دا ګومان وکړي چې هغوی د هغه څه په رېبلو او راټولولو ځواکمن دي چې را شنه کړي يې دي، د هغو د تباهۍ په اړه زموږ پرېکړه راشي؛ نو هغه داسې رېبل شوې وګرځوو لکه په نېږدې وخت کې چې بيخي په ونو او شينکیو آباده نه وه، لکه څنګه مو چې تاسو لره د دنيا حال او د هغې تېز تېرېدل بيان کړل، بيانوو دلايل او برهانونه د هغه چا لپاره چې فکرکوي او پند اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ