سوره یونس (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۲۶

لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌ ۖ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلَا ذِلَّةٌ ۚ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 26 ٢٦

د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده او زیادت (د اجر هم شته) او د دوى مخونه به نه هېڅ تورګرد او غبار پټوي او نه څه ذلت، دغه كسان د جنت والا دي دوى به په هغه كې همېشه وي (۲۶)

تفسیر
د هغو کسانو لپاره چې په ښه توګه هغه پيروۍ ترسره کوي چې الله پرې واجبې کړې دي او له ګناهونو چې څه پرې حرام کړل شوي دي پرېږدي يې، ښه بدله ده، چې هغه جنت دی، او هغوی لره پردې زيات څه دي، چې هغه د الله کريم مخ ته کتل دي، د هغوی مخونه ګرد نه پټوي، نه يې خواري او رسوايي پټوي، دغه کسان چې په ښېګڼه متصف دي جنتيان دي تل پکښې اوسېدونکي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ