سوره یونس (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۲

أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَىٰ رَجُلٍ مِنْهُمْ أَنْ أَنْذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۗ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَٰذَا لَسَاحِرٌ مُبِينٌ 2 ٢

ایا د خلقو لپاره دا تعجب دى چې مونږ په دوى كې یو سړي ته دا وحي وكړه چې ته خلق ووېروه او هغو كسانو ته زېرى وركړه چې ایمان يې راوړى دى چې یقینًا د دوى لپاره د خپل رب په نیز لویه رښتینې مرتبه ده۔ (نو) كافرانو وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادوګر دى (۲)

تفسیر
آيا د خلکو د حيرانتيا لامل دا و چې موږ وحي د هغوی له جنسه پر يو سړي نازله کړه؛ چې هغوی ورته امر کوونکي وو تر څو يې د الله له سزا و وېروي؟ ای پېغمبره! خبر ورکړه هغوکسانو ته چې پر الله يې ايمان راوړی د هغه څه چې خوشحاله کوي يې، دا چې هغوی لره د خپل پالونکي په وړاندې يې لوړه مرتبه ده د هغه نېک عمل په بدل کې چې مخکې يې لېږلی، کافرانو وويل: بېشکه دغه سړی چې دغه آيتونه يې راوړي دي يو څرګند کوډګر دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ