ته ووایه: تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) ایا نو تاسو نه وېرېږئ! (۳۱)
تفسیر
ای رسوله! ووايه دغه پر الله شرک کوونکو ته: څوک د آسمان له لوري پر تاسو د باران په اورولو روزي درکوي؟ او څوک له ځمکې روزي درکوي چې شنې ګياوې پکې را شنې کوي او هغه خزانې درکوي چې ځمکه پرې مشتمله ده؟ څوک ژوندی له مړي راباسي لکه انسان له نطفې څخه، مرغه له هګۍ څخه، څوک مړی له ژوندي راباسي لکه نطفه له حيوان څخه، هګۍ له مرغه څخه؟ څوک د آسمانونو، ځمکې او کوم مخلوقات چې پکې دي تدبير نيسي؟؛نو ژر به هغوی ځواب ووايي چې د دغو ټولو کوونکی الله دی، هغوی ته ووايه: آيا پر دغه نه پوهېږئ او له الله نه وېرېږئ د هغه د امرونو پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره؟!.