سوره یونس (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۳۳

كَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ فَسَقُوا أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ 33 ٣٣

همدارنګه ستا د رب كلمه په هغو كسانو باندې چې فسق يې كړى دى، ثابته شوه چې یقینًا دوى ایمان نه راوړي (۳۳)

تفسیر
لکه څنګه چې په حقه ربوبيت يوازې الله ته ثابت شو، ای رسوله! ستا د پالونکي د تقدير وينا همداسې پر هغو خلکو ثابته شوه چې له حق څخه د ضد له امله وتلي دي چې هغوی ايمان نه راوړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ