سوره یونس (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۳۶

وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا ۚ إِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ 36 ٣٦

او د دوى زیاتره پیروي نه كوي مګر د ګمان، بېشكه ګمان د حق په مقابله كې هېڅ فايده نه وركوي، بېشكه الله ښه پوه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي (۳۶)

تفسیر
مشرکان ډېری د هغه څه پيروي کوي چې هغوی لره پرې پوهه نشته، يوازې د وهم او شک پيروي کوي، شک د پوهې ځای ناستی نشي کېدلی او نه څه ګټه رسولی شي، بېشکه الله ښه پوه دی پر هغه څه چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو څه ترې پټ نه دي او هغوی ته به پرې سزا ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ