سوره یونس (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۳۸

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 38 ٣٨

ایا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ (۳۸)

تفسیر
بلکې دغه مشرکان به وايي: محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړ کړی دی او الله ته يې نسبت کړی دی، ای رسوله! هغوی ته په ځواب ورکولو ووايه: که چېرې ما له ځانه راوړی وي زه ستاسو غوندې يو انسان يم؛ نو تاسو هم د هغه غوندې يو سورت راوړئ او څوک چې د خپل ملاتړ لپاره را بللی شئ را ويې بولئ که چېرې تاسو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې قرآن درواغ له ځانه جوړکړل شوی دی، هيڅکله به د دغه توان ونلرئ، ستاسو توان نلرل حال دا چې د ژبې او فصاحت څښتنان ياست؛ دليل دی پر دې چې قرآن د الله له لوري نازل کړل شوی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ