سوره یونس (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۳۹

بَلْ كَذَّبُوا بِمَا لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۖ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ 39 ٣٩

بلكې دوى د هغه (قرآن) تكذیب وكړ چې دوى د هغه د علم احاطه نه وه كړې، او دوى ته لا د ده حقیقت نه و راغلى۔، همدارنګه تكذیب كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو ته وګوره د ظالمانو انجام څنګه و؟ (۳۹)

تفسیر
هغوی ځواب ورنکړ، بلکې د قرآن په درواغ ګڼلو کې يې کوښښ وکړ، مخکې تر دې چې پرې پوه شي او فکر پکې وکړي او مخکې تر دې چې هغه سزا ورته ورسيږي چې پرې ډارول شوي وو، حال دا چې د دغه راتګ رانېږدې شو، د دغه درواغ ګڼلو غوندې پخوانيو امتونو هم تکذيب کړی و؛ نو هغه سزا پرې راغله کومه چې پرې راغله، فکر وکړه ای پېغمبره! د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه، بېشکه الله هغوی تباه کړل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ