او دهر امت لپاره یو رسول و، نو كله چې به د هغوى رسول راغى د هغوى په مینځ كې به په انصاف سره فیصله وكړى شوه، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كېده (۴۷)
تفسیر
له مخکينيو امتونو څخه هر امت لره رسول و چې ورته لېږل شوی و، کله يې چې هغوی ته هغه څه ورسول چې د رسولو امر ورته شوی و، هغوی درواغجن وګاڼه، د هغوی او رسول ترمنځ يې په عدل پرېکړه وشوه؛ نو الله په خپله پېرزوينه رسول وژغوره او امت يې د عدالت له مخې تباه کړ او پر هغوی د کړنو له بدلې يې هيڅ ظلم نه کيږي.