سوره یونس (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۵۲

ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذَابَ الْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُونَ 52 ٥٢

بیابه ظالمانو ته وویل شي: تاسو د همېشه والي عذاب وڅكئ، تاسو ته سزا نه دركولى شي مګر په سبب د هغه (عمل) چې تاسو به كاوه (۵۲)

تفسیر
بيا د هغوی په سزا کې له ننه اېستلو او د هغوی لخوا د وتلو له غوښتنې وروسته به ورته وويل شي: په آخرت کې تلپاتې سزا وڅکئ، آيا تاسو ته له هغه کفر او ګناهونو پرته د بل څه بدله درکول کيږي چې کول مو؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ