سوره یونس (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۵۳

وَيَسْتَنْبِئُونَكَ أَحَقٌّ هُوَ ۖ قُلْ إِي وَرَبِّي إِنَّهُ لَحَقٌّ ۖ وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ 53 ٥٣

او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې ایا دا حق دى؟ ته (ورته) ووایه: هو! پخپل رب مې دې قسم وي چې بېشكه دغه خامخا حق دى او تاسو (له الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ (۵۳)

تفسیر
ای پېغمبره! مشرکان به له تا د خبر غوښتنه کوي: آيا دغه سزا چې زموږ سره يې ژمنه شوې ده حق ده؟ ورته ووايه: هو، بېشکه په الله قسم هغه حق ده او تاسو له هغې تېښته کوونکي نه ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ