سوره یونس (آیت 58)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۵۸

قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ 58 ٥٨

ته ووایه: د الله په فضل سره او د هغه په رحمت سره، لهذا په دې سره دې دوى خوشحاله شي، دا ډېر غوره دى له هغه نه چې دوى يې جمع كوي (۵۸)

تفسیر
ای رسوله! خلکو ته ووايه: کوم قرآن مې چې درته راوړی هغه د الله لخوا پر تاسو پېرزوينه ده، د هغه لخوا درباندې لورېينه ده؛ نو پرتاسو د الله په پېرزوينه او د هغه په لروېينه چې د دغه قرآن نازلول دي خوشحاله شئ، نه له هغو دوو پرته پر بل شي، کوم څه چې هغوی ته محمد صلی الله عليه وسلم د خپل پالونکي لخوا راوړي دي هغه غوره دي له هغه څه څخه چې هغوی يې ټولوي د له منځه تلونکې دنيا له توښې څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ