سوره یونس (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۵

هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ ۚ مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَٰلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ 5 ٥

هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ۔، الله دا (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي (۵)

تفسیر
او هغه داسې ذات دی چې لمر يې رڼا ورکوونکی او رڼا خپروونکی ګرځولی او سپوږمۍ يې داسې رڼا کړې چې رڼا يې غوښتل کيږي، د هغې تګ يې په شمېر اته ويشت منزلو ته اندازه کړی، يو منزل هغه مسافه ده چې سپوږمۍ يې هره ورځ او شپه پرې کوي، ترڅو ای خلکو تاسو له لمر د ورځو او له سپوږمۍ د مياشتو او کلونو شمېر معلوم کړئ، الله آسمانونه، ځمکه اوڅه چې په هغو کې دي يوازې په حقه پيداکړي دي، تر څو خپل ځواک او لويي خلکو ته وښيي، الله پر خپل يووالي دغه څرګند دليلونه او ښکاره برهانونه هغه قوم ته بيانوي چې پر دغه له استلال کولو پوهيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ