سوره یونس (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۷۰

مَتَاعٌ فِي الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ 70 ٧٠

په دنیا كې لږه فايده اخيستل دي، بیا خاص مونږ ته د دوى واپس راتلل دي، بیا به مونږ دوى ته ډېر سخت عذاب ورڅكوو، په سبب د دې چې دوى كفر كاوه (۷۰)

تفسیر
هغوی دې نه دوکه کيږي چې د دنيا له خوندوروشيانو او پېرزوينو ګټه اخلي، هغه له منځه تلونکې لږ توښه ده، بيا يې د قيامت په ورځ موږ ته را ګرځېدل دي، بيا به سخته سزا وروڅکو پر الله د کفر او د هغه د رسول د درواغ ګڼلو له امله يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ