سوره یونس (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۷۱

وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُمْ مَقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللَّهِ فَعَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَلَا تُنْظِرُونِ 71 ٧١

او ته دوى ته د نوح خبر ولوله، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! كه چېرې پر تاسو باندې زما اوسېدل او د الله په ایتونو سره (تاسو ته) زما نصیحت كول سخت (او ګران) وي، نو ما خاص په الله باندې توكل كړى دى، نو تاسو له خپلو شریكانو سره د خپل كار پخه اراده وكړئ، بیا دې پر تاسو باندې خپله معامله پټه نه وي، بیا ما ته ضرر راورسوئ او ما ته مهلت (هم) مه راكوئ (۷۱)

تفسیر
کيسه بيان کړه ای رسوله! دغو مشرکانو ته چې د نوح عليه السلام خبره يې درواغ وګڼله کله چې هغه خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که چېرې زما اوسېدل ستاسو ترمنځ درباندې بوج شوي وي او زما لخوا د الله د نښانو يادونه او زما نصيحت درباندې سخت شوي وي، زما د وژلو هوډ مو کړی وي؛ نو ما يوازې پر الله بروسه کړې ده ستاسو د دوکې په ترسره کولو کې، خپل کارمو پياوړی کړئ، زما د وژلو تکل وکړئ او خپل معبودان مو را وبولئ ترڅو ترې مرسته وغواړئ، بيا دې ستاسو چل پټ ګونګ نه وي، زما د وژلو لپاره ستاسو د تدبير وروسته تاسو هغه وکړئ چې پټوئ يې او يوه لحظه مې هم مه وروسته کوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ