سوره یونس (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۷۲

فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ 72 ٧٢

نو كه تاسو وګرځېدئ، پس ما له تاسو نه هېڅ مزدوري نه ده غوښتې، زما اجر يواځې په الله دى او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مسلمانانو څخه (۷۲)

تفسیر
که چېرې تاسو زما له بلنې مخ اړولی وي نو تاسو پوه ياست چې ما د خپل پالونکي په پيغام رسولو له تاسو کومه بدله نه ده غوښتې، زما بدله يوازې پر الله ده، پر ما مو ايمان راوړی وي او که مو کفر کړی وي، او الله امر راته کړی چې په پيروۍ او نېک عمل هغه لره له غاړه اېښودونکو شم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ