پس كله چې زمونږ له خوا نه دوى ته حق راغى، دوى وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادو دى (۷۶)
تفسیر
کله چې فرعون او د هغه له قومه لويانو ته هغه دين راغی چې موسی او هارون عليهما السلام راوړی و، هغوی د هغو نښانو په اړه چې دلالت کوونکې وې د هغه څه پر رېښتينولۍ چې موسی راوړي و وويل: بېشکه هغه ښکاره جادو دی حق نه دی.