سوره یونس (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۷

إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّوا بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ 7 ٧

بېشكه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري او په دنيايي ژوند راضي شوي دي او په دې (ژوند) مطمئن دي او هغه كسان چې دوى زمونږ له ایتونو نه غافلان دي (۷)

تفسیر
بېشکه هغه کافران چې له الله سره د مخامخ کېدو هيله نلري چې ترې وډار شي او يا هغه وغواړي، د آخرت د تلپاتې ژوند په بدل کې د دنيا په پای ته رسيدونکي ژوند خوښ دي، پر هغو د خوښۍ له امله يې زړونه ډاډه دي، دا هغه کسان دي چې د الله له نښانو او دلايلو مخ اړوونکي او بې پروا دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ