او هیڅكله هم مه كېږه له هغو كسانو څخه چې د الله د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ګنې شې به ته له تاوانیانو څخه (۹۵)
تفسیر
او له هغو کسانو مه کېږه چې د الله حجتونه اوبرهانونه يې درواغ ګڼلي، چې پر دغه کار به له هغو زيانمنو څخه شې چې ځانونه يې د خپل کفر له امله د تباهۍ ځايونو ته ور اچولي دي، دغه ټول وېرول د شک او درواغ ګنلو د خطر بيانولو لپاره دي، که نه نبي معصوم دی چې له هغه دې دغه څه صادر شي.