سوره العاديات (منډې وهونکي)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا i
قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي (۱)
فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا i
پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي (۲)
فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا i
پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي (۳)
فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا i
نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي (۴)
فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا i
پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي (۵)
إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ i
چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى (۶)
وَإِنَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٌ i
او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى (۷)
وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ i
او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى (۸)
أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ i
ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟ (۹)
وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ i
او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي (۱۰)
إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ i
بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى۔ (۱۱)