سوره العصر (وخت)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
وَالْعَصْرِ i
قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه) (۱)
إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ i
چې بېشكه یقینًا انسان په زیان (او تاوان) كې دى (۲)
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ i
غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى (۳)