سوره هود (آیت 103)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۰۳

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِمَنْ خَافَ عَذَابَ الْآخِرَةِ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمٌ مَجْمُوعٌ لَهُ النَّاسُ وَذَٰلِكَ يَوْمٌ مَشْهُودٌ 103 ١٠٣

بېشكه په دغو (ذكر شوو قصو) كې خامخا (د عبرت) لویه نښه ده د هغه چا لپاره چې د اخرت له عذاب نه وېرېږي، دا داسې ورځ ده چې په دې كې به خلق جمع كولى شي او دا داسې ورځ ده چې حاضري به ورته وشي (۱۰۳)

تفسیر
د الله لخوا د دغو ظالمو کليو په سخته نيونه کې د هغه چا لپاره پند او نصيحت دی چې د قيامت د ورځې له سختې سزا وېريږي، دا هغه ورځ ده چې الله خلک د حساب لپاره ورته راغونډ وي او دغه د حاضرېدو ورځ ده چې د محشر خلک به ورته راټوليږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ