سوره هود (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۰

وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ نَعْمَاءَ بَعْدَ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ السَّيِّئَاتُ عَنِّي ۚ إِنَّهُ لَفَرِحٌ فَخُورٌ 10 ١٠

او یقینًا كه چېرې مونږ په ده باندې نعمت وروڅكوو له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى و (، نو) ارومرو لازما به هغه وايي: زما څخه ټولې سختۍ لاړې، بېشكه هغه یقینًا ډېر خوشالېدونكى دى، ډېر فخر كوونكى دى (۱۰)

تفسیر
او که چېرې موږ هغه ته د روزۍ پراخي وروڅکو او له بې وزلۍ او رسېدلې ناروغۍ وروسته روغتيا، هرومرو به وايي: بدي له ما ولاړه او زيان لېرې شو او پردې د الله شکر نه وباسي، بېشکه هغه په تکبر سره ډېر زيات خوښۍ کوونکی دی او پر خلکو زيات لويي کوونکی او وياړ کوونکی دی پر هغه څه چې الله پرې پېرزو کړې ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ