سوره هود (آیت 115)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۱۵

وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ 115 ١١٥

او ته صبر كوه، پس بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضائع كوي (۱۱۵)

تفسیر
او زغم وکړه د هغه څه په کولو چې په نېغه لار اونورو شيانو امر درته شوی دی او په پرېښودلو د هغې سرکښۍ او ظالمانو ته له کږېدو څخه چې ترې راګرځول شوی يې، بېشکه الله د ښو خلکو بدله له منځه نه وړي، بلکې هغه ښه ترې قبلوي چې کړي يې دي او په ښه توګه د هغه څه بدله ورکوي چې هغوی کول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ