سوره هود (آیت 120)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۲۰

وَكُلًّا نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ ۚ وَجَاءَكَ فِي هَٰذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ 120 ١٢٠

او مونږ تا ته د رسولانو له خبرونو ځنې ټول هغه څه بیانوو چې په هغو سره مونږ ستا زړه كلكوو او تا ته په دې (خبرونو) كې راغلى دى حق او نصیحت او یادونه لپاره د مومنانو (۱۲۰)

تفسیر
هر خبر چې موږ يې درته بيانوو ای رسوله! له تا څخه د مخکې رسولانو دی، بيانوو يې تر څو دې زړه پر حق ثابت او پياوړی کړو، په دغه سورت کې هغه حق درته راغی چې شک پکښې نشته، او په دې کې د کافرانو لپاره پند او د هغو مؤمنانو لپاره نصيحت دی چې له نصيحت ګټه اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ