سوره هود (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۸

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ۚ أُولَٰئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَىٰ رَبِّهِمْ وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ هَٰؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ 18 ١٨

او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، دغه كسان به د خپل رب په وړاندې پیش كړى شي، او ګمراهان به ووايي: دا هغه كسان دي چې په خپل رب يې دروغ تړلي وو۔، خبردار شئ! د الله لعنت په ظالمانو باندې دى (۱۸)

تفسیر
او تر هغه هيڅوک زيات تېری کوونکی ندی چې پر الله درواغ تړي د شريک نيولو او هغه ته د زوی په نسبت کولو سره، دغه کسان چې پر الله درواغ تړي د قيامت په ورځ به پر خپل پالونکي وړاندې کړل شي، تر څو يې د کړنو په اړه پوښتنه ترې وکړي، د هغوی پرخلاف به له ملائکو او رسولانو څخه شاهدان وايي: دا هغه کسان دي چې پر الله يې درواغ تړل هغه ته د شريک او زوی په نسبت کولو سره، خبر اوسئ هغه پرځانو تېری کوونکي کسان چې پر الله درواغ تړي، الله له خپلې لورېينې شړلي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ