سوره هود (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۳۲

قَالُوا يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ 32 ٣٢

دوى وویل: اى نوحه! یقینًا تا زمونږ سره جګړه وكړه، نو زمونږ (سره) جګړه دې ډېره زیاته كړه، لهذا ته مونږ ته هغه (عذاب) راوړه چې ته يې زمونږه سره وعده كوې، كه ته له صادقانو څخه يې (۳۲)

تفسیر
هغوی د سرزورۍ او لويۍ په ډول وويل: ای نوحه! بېشکه زموږ سره دې شخړه او مناظره وکړه او زموږ سره په شخړه او مناظره کې دې زياتوالی وکړ؛ نو موږ ته هغه سزا راوړه چې ژمنه يې راسره کوې، که چېرې په هغه دعوی کې چې کوې يې له رېښتينو څخه وې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ