سوره هود (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۳۷

وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا ۚ إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ 37 ٣٧

او زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ د وحي مطابق بېړۍ جوړه كړه او د هغو كسانو په باره كې له ما سره خبرې مه كوه چې ظلم (شرك) يې كړى دى، بېشكه دوى غرقېدونكي دي (۳۷)

تفسیر
زموږ په مخکې(د نظر لاندې) کښتۍ جوړه کړه په داسې حال کې چې زموږ لخوا به خوندي وې، زموږ په وحي، تاته په ښوونه چې څه ډول به يې جوړوې او خبرې مه راسره کوه هغه چاته د مهلت ورکولو په اړه چې په کفر غوره کولو یې له ځان سره ظلم کړی دی، بېشکه هغوی هرومرو په طوفان ډوبېدونکي دي، هغوی لره پر کفر يې د ټينګار له امله سزا ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ