تر هغه پورې چې كله زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، مونږ وویل: په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه دوه دوه سواره كړه او خپل اهل هم، (خو) له هغه چا نه پرته چې په هغه باندې خبرې سبقت كړى دى۔ او هغه څوك هم (سواره كړه) چې ایمان يې راوړى دى او له ده سره ایمان نه و راوړى مګر ډېرو لږو (خلقو) (۴۰)
تفسیر
نوح عليه السلام د هغې کښتۍ جوړول پای ته ورسول چې الله يې د جوړولو امر ورته کړی و، تر دې چې زموږ لخوا د هغوی د تباهۍ امر راغی، د طوفان د پيل د اعلان په ډول له هغه تنوره اوبه را وخوټې دې چې پخلی يې پرې کولو، موږ نوح عليه السلام ته وويل: د ځمکې پر مخ له هر ډول څارويو څخه يوه جوړه: نر او ښځه کښتۍ ته پورته کړه، خپله کورنۍ دې پورته کړه پرته له هغه چا چې په اړه يې پرېکړه شوې چې ډوبېدونکی به وي، ځکه چې ايمان نه راوړي اوله قوم څخه دې هغه خلک درسره پورته کړه چې ايمان راوړی، له هغه سره يې له قومه ايمان نه ور اوړی مګر لږ شمېر په دومره اوږده موده کې چې هغه پکښې تېره کړه، هغوی پر الله ايمان راوړلو ته رابلل.