سوره هود (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۴۸

قِيلَ يَا نُوحُ اهْبِطْ بِسَلَامٍ مِنَّا وَبَرَكَاتٍ عَلَيْكَ وَعَلَىٰ أُمَمٍ مِمَّنْ مَعَكَ ۚ وَأُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ 48 ٤٨

وویل شو: اى نوحه! كوز شه په سلامتۍ سره زمونږ له جانبه او سره د هغو بركتونو چې په تا باندې دي او په څو ډلو باندې له هغو ځنې چې له تا سره دي۔ او نورې ډلې دي چې ژر به مونږ هغوى ته نفع وركړو، بیا به هغوى ته زمونږ له جانبه ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي (۴۸)

تفسیر
الله نوح عليه السلام ته وويل: ای نوحه! له کښتۍ ښکته شه، په سلامتۍ، امن، د الله لخوا پرتا، د هغو مؤمنانو پر اولادو چې په کښتۍ کې درسره دي، له تا وروسته راځي د ډېرو پېرزوينو سره، هلته د هغوی له اولادونو څخه نور امتونه دي چې کافران دي، ژر به د دغه دنيا په ژوند کې ګټه ورکړو او هغه څه به ورکړو چې ژوند پرې وکړي، بيا به زموږ لخوا په آخرت کې دردوونکې سزا ومومي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ