سوره هود (آیت 50)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۵۰

وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ 50 ٥٠

او (مونږ لېږلى و) قومِ عاد ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر هېڅ حق معبود نشته، نه یئ تاسو مګر دروغ تړونكي (۵۰)

تفسیر
او د عاد قوم ته مو د هغوی ورور هود عليه السلام ولېږلو، هغه ورته وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ او له هغه سره هيڅوک مه شريکوئ، تاسو لره له هغه پاک ذات پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نشته او تاسو په دغه دعوی کې چې هغه لره شريک شته يوازې درواغجن ياستی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ