سوره هود (آیت 81)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۸۱

قَالُوا يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَنْ يَصِلُوا إِلَيْكَ ۖ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلَّا امْرَأَتَكَ ۖ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ ۚ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ ۚ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ 81 ٨١

(ملايكو) وویل: اى لوطه! مونږ ستا د رب استازي یو، دوى به تا ته له سره در ونه رسي، نو ته خپل اهل د شپې په یوه حصه كې بوځه او په تاسو كې دې هیڅوك بېرته (شا ته) نه ګوري، ستا له ښځې نه پرته، بېشكه شان دا دى چې هغې ته هغه عذاب رسېدونكى دى چې هغوى ته رسېږي، بېشكه د دوى د وعدې وخت سهار دى، ایا سهار ډېر نژدې نه دى؟ (۸۱)

تفسیر
پرېښتو لوط عليه السلام ته وويل: ای لوطه! موږ استازي يو الله رالېږلي يو، هيڅکله به دې قوم زيان درته ونشي رسولی، خپله کورنۍ دې د شپې په تياره ساعت کې له دغه کلي وباسه او هيڅوک دې له تاسو شاته نه ګوري، پرته ستا له مېرمنې چې هغه به د مخالفت کوونکې په توګه ګوري، ځکه هغې ته به هغه سزا رسيږي چې ستا قوم ته رسيږي، بېشکه د هغوی د تباهۍ وخت سهار دی او هغه نېږدې وخت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ