سوره هود (آیت 84)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۸۴

وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ وَلَا تَنْقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ ۚ إِنِّي أَرَاكُمْ بِخَيْرٍ وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُحِيطٍ 84 ٨٤

او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته او تاسو پېمانه او تله مه كموئ، بېشكه زه تاسو په خیر (ښه حال) وینم او بېشكه زه پر تاسو باندې د چا پېرېدونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم (۸۴)

تفسیر
او مدين ته مو د هغوی ورور شعيب ولېږه، هغه وويل: اې زما قومه! يوازې د هغه الله عبادت وکړئ چې تاسې لره له هغه پرته بل د عبادت وړ معبود نشته، کله چې خلکو ته پېمانه او تول کوئ؛ نو په پېمانه او تول کې کمی مه کوئ، پرته له شکه زه مو د روزۍ په پراخۍ او پېرزوينه کې وينم، نو په ګناهونو د الله پېرزوينه مه درباندې بدلوئ، او زه پر تاسې د داسې چاپېرېدونکې ورځې له سزا وېرېږم چې ستاسو هر يو به مومي، له هغه به هيڅ د تېښتې او پناه ځای ونه مومئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ