سوره هود (آیت 90)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۹۰

وَاسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ 90 ٩٠

او تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر مهربان، بې حده مینه كوونكى دى (۹۰)

تفسیر
له خپل پالونکي مو بښنه وغواړئ بيا هغه ته له خپلو ګناهونو توبه وباسئ، بېشکه زما پالونکی پر توبه کوونکو مهربانه(لورين) دی، له هغه چا سره زيات مينه کوونکی دی چې له هغوی توبه وباسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ