سوره النصر (مرسته)
همدارنګه پېژندل کېږي په نوم:
الفتح (بریا), التوديع (وداع), إذا جاء نصر الله والفتح (کله چې د الله مرسته او بریا راشي)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ i
كله چې د الله مدد راشي او فتح (۱)
وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا i
او ته خلق ووینې چې د الله په دین كې ډلې ډلې داخلېږي (۲)
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ ۚ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا i
نو ته پاكي بیانوه د خپل رب له ستاينې سره او له ده نه مغفرت غواړه، بېشكه دى تل ښه توبه قبلوونكى دى (۳)