لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ i
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى (۱)
اللَّهُ الصَّمَدُ i
هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى (۲)
لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ i
نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى (۳)
وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ i
او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته (۴)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ