سوره یوسف (آیت 102)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۰۲

ذَٰلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۖ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوا أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ 102 ١٠٢

دا د غیب له خبرونو ځنې دي چې هغه مونږ تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره نه وې كله چې هغوى د خپل كار پخه اراده وكړه، په داسې حال كې چې دوى مكر (او فرېب) كاوه‰ (۱۰۲)

تفسیر
دغه ياده شوې د يوسف او وروڼو کيسه يې تاته وحي کوو ای رسوله! تاته پرې پوهه نه وه، ځکه هغه وخت ته د يوسف له وروڼو سره نه وې، کله چې هغوی يې د څاه په تل کې د اچولو هوډ وکړ او هغوی تدبير ونيوی د هغه چل چې تدبير يې ونيو، خو موږ تاته دغه وحي وکړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ