سوره یوسف (آیت 107)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۰۷

أَفَأَمِنُوا أَنْ تَأْتِيَهُمْ غَاشِيَةٌ مِنْ عَذَابِ اللَّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ 107 ١٠٧

ایا نو دوى په امن كې شوي دي له دې نه چې په دوى باندې د الله له عذاب نه پټوونكې (راګېرونكې) برخه راشي، یا په دوى باندې ناڅاپه قیامت راشي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي (۱۰۷)

تفسیر
آيا دغه مشرکان له دې څخه په ډاډ کې دي چې په دنيا کې به ورته عذاب راشي په هغوی به چاپېر شي اوپټ به يې کړي، د مخ نيوي توان به يې نلري يا به ناببره قيامت ورته راشي حال داچې د راتګ احساس به يې نه کوي تر څو چمتووالی ورته ونيسي؛ نو له همدې امله ايمان نه راوړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ