سوره یوسف (آیت 110)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۱۰

حَتَّىٰ إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَنْ نَشَاءُ ۖ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ 110 ١١٠

تر هغه پورې چې رسولان به نا امېده شول او هغو (خلقو) به دا یقین وكړ چې بېشكه دوى (رسولان) چې دي، یقینًا دوى ته دروغ ویل شوي دي (، نو) دوى (رسولانو) ته به زمونږ مدد راغى، بیا به هغه چا ته نجات وركړى شو چې مونږ به غوښتل او زمونږ عذاب له مجرمو (كافرو) خلقو نه نشي دفع كېدلى (۱۱۰)

تفسیر
دغه رسولان چې موږ يې لېږو دښمنانو ته يې مهلت ورکوو، د استدراج په ډول د هغوی د سزا بيړه نه کوو، تر دې چې کله د هغوی تباهي وروسته شي، رسولان يې له تباهۍ ناهيلي شي، کفار دا ګومان وکړي چې رسولانو يې هغوی ته درواغ ويلي په هغه څه کې چې ژمنه يې ورسره کړې وه د درواغ ګڼونکو د سزا او مؤمنانو د نجات، د رسولانو لپاره زموږ مرسته راغله، رسولان او مؤمنان مو پر درواغ ګڼونکو له واقع کېدونکې تباهۍ وژغورل او زموږ سزا له ګناهکار قوم نه ګرځي کله يې چې پرې نازلوو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ