سوره یوسف (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۱

قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَىٰ يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ 11 ١١

دوى وویل: اى زمونږ پلاره! څه باعث دى تا لره چې ته مونږ په یوسف باندې امینان نه ګرځوې، حال (دا چې مونږ د ده یقینًا خیر غوښتونكي یو (۱۱)

تفسیر
کله چې د هغه په لرې کولو په يوه خوله شول، خپل پلار يعقوب عليه السلام ته يې وويل: ای زموږ پلاره! تا لره څه دي چې موږ د يوسف په اړه امينان نه ګرځوې؟ موږ پر هغه ډارېږو، له هغه څه به يې ساتو چې زيان ورته رسوي او يوازې د هغه د ساتنې او رعايت لپاره يو تر څو تاته روغ راوګرځي؛ نو څه شی دې هغه له موږ سره له لېږلو راګرځوي؟

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ