سوره یوسف (آیت 17)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۷

قَالُوا يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ ۖ وَمَا أَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ 17 ١٧

ويې ويل: اى زمونږ پلاره! بېشكه مونږ لاړو مسابقه مو سره كوله او مونږ یوسف له خپلو اسبابو سره پرېښوده، نو هغه شرمخ وخوړ او ته پر مونږ باندې باور كوونكى نه يې اګر كه مونږ رښتیني یو (۱۷)

تفسیر
هغوی وويل: ای پلاره! موږ ولاړو په منډه وهلو کې مو سيالي کوله او غشي مو وېشتل، يوسف مو له خپلو جامو او توښو سره پرېښود ترڅو يې وساتي؛ نو لېوه وخوړ، ته موږ لره تصديق کوونکی نه يې که څه هم موږ په حقيقت کې د هغه څه په اړه رېښتيني وو چې پرې خبر مو کړې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ